خلیلزاد له هندیو چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی

خلیلزاد له هندیو چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۱۵ مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر جیاشنکر سره کتلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر جیاشنکر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

” مونږ دواړو په یو لړ مهمو موضوعاتو بحثونه وکړل، خلیلزاد راته د افغانستان په تړاو هر اړخیز مالومات راکړل. مونږ په دې هم خبرې وکړې چې څنګه د سولې بهیر کې آغېزمن ګامونه پورته کړو.”

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ ناوخته له دوحې نوې ډیلي ته ولاړ.

خلیلزاد ویلي و چې نوې ډيلي ته یې د سفر موخه، پر افغان سوله بحث دی او دې پروسې لپاره د نړیوالې همغږۍ رامنځته کول دي.

د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو وروسته دا هند ته د هغه درېیم سفر دی.

دوحه کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، هلته د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه د سولې هوکړه لیک د عملي کېدو پر میکانیزم کار کوي.

په وروستیو ورځو کې په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ له کړکېچه وروسته پاکستاني مشرانو خبرداری ورکړ چې دا کړکېچ د افغانستان د سولې پروسه له ستونزو سره مخامخولی شي. له همدې کبله ګومان کېږي چې خلیلزاد به هندي چارواکو ته ویلي وي چې د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره هڅه وکړي چې د کشمیر په کنټرول کرښه کې ترینګلتیا کمه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.