د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نږدې ورځو کې د روسیې پلازمېنې مسکو ته ولاړ شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي: زلمی خلیلزاد به د اپرېل په ۲۵ امه نېټه مسکو ته ځي او هلته به پر افغان سوله خبرې کوي.
ویل کېږي خلیلزاد به د چین، روسیې او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.
د غونډې هدف دا دی چې افغانستان کې روانې جګړې ته له سوله ییزې لارې دایمي حل ولټوي.
Leave a Reply