خلیلزاد هند ته تللی دی

خلیلزاد هند ته تللی دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سولې خبرو د بحث لپاره نن چهارشنبه افغانستان او سیمې ته خپل سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا سفر به د جنورۍ تر یوویشتمې نېټې دوام وکړي. خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی به دا ځل هند، چین، افغانستان او پاکستان ته ولاړ شي او د یادو هیوادونو له چارواکو سره به د افغان سولې په روان بهیر بحث او خبرې اترې وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلی خلیلزاد به افغان سولې په تړاو هڅې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو سره همغږې کړي.

زلمي خلیلزاد د تېر کال ډسمبر میاشت کې هم د سیمې هیوادونو ته سفر وکړ او ټینګار یې دا و چې د افغانستان کړکېچ یوازې د خبرو له لارې حل کیدای شي. خلیلزاد له طالبانو هم غوښتي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار شي ، خو طالبان بیا له افغان استازو سره مخامخ خبرې نه مني.

له دې سره کابل کې د امریکا سفیر جان بس هغه راپورونه رد کړل چې ګنې امریکا دا ځل د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره مخامخ ناسته لري

راپور: ذبیح الله شینواری

Leave a Reply

Your email address will not be published.