خلیلزاد: پرمختګ مو کړی؛ خو توافق نه

خلیلزاد: پرمختګ مو کړی؛ خو توافق نه

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر کې له طالبانو سره تر شپږ ورځینیو مذاکراتو وروسته ویلي: په دې لړ کې مو زیات پرمختګ درلود، په زیاتو مواردو مو بحث وکړ؛ خو لا مو په کوم څه له طالبانو سره هوکړه نه ده کړې.

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه دا هم لیکلي، چې کابل ته د مشورو لپاره راغلی دی او ممکن ژر بېرته قطر ته ستون شي.

د خیلیزاد په خبره، توافق او عملي اوربند به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږي.

طالبانو هم د زلمي خلیلزاد له ټویټ وروسته په خپله اعلامیه کې منلې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره یې قطر کې شپږ ورځیني مذاکرات ترسره کړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: دې برخه کې مو زیات پرمختګ درلود، د خبرو اساسي ټکي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل و.

ذبیح الله مجاهد بیا د خلیلزاد د دریځ په غبرګون کې ټینګار کړی چې افغان حکومت سره به خبرې ونه کړي.

رویټرز خبري آژانس د طالب او امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې زلمي خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره هوکړې ته رسېدلی، چې بهرني ځواکونه به د اتلسو میاشتو په اوږدو کې له افغانستان څخه وځي او د مهالوېش له اعلان سره سم به هم اوربند هم پیلېږي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.