خلیلزاد: په قصدي ډول د ملکیانو هدف ګرځول د منلو وړ نه دي

خلیلزاد: په قصدي ډول د ملکیانو هدف ګرځول د منلو وړ نه دي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۱۶ مه:

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کابل ننني برید غبرګون کې ویلي، ملکي وګړو ته په قصدي ډول زیان اړول د منلو وړ مسله نه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې ورته بریدونه باید تکرار نه شي.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې مونږ د یوې سیاسي لار نقشې پر مټ بین الافغاني مذاکراتو او دایمي اوربند ته چمتووالی نیسو، ډېر تمرکز باید د سولې په خبرو اترو وشي.

د کابل نننی برید زیاتو کسانو غندلی دی.

د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نن سهار د طالبانو لخوا د موټر بم برید له امله،۱۴ کسان ووژل شوی او له ۱۶۰ زیات ټپیان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.