خلیلزاد چمتووالی ښودلی؛ د امریکا او طالبانو خبرې بیا پیلېږي

خلیلزاد چمتووالی ښودلی؛ د امریکا او طالبانو خبرې بیا پیلېږي

په پام کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا له طالب استازو سره خبرې پیل کړي.

 یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې ټاکل شوې خلیلزاد او د طالبانو استازي د جولای پر ۲۴ یو ځل بیا سره جرګه شي.

سرچینو زیاته کړې چې ممکن طالبان او امریکا په دې پړاو خبرو کې د ځينو شاهدانو په شتون کې د سولې یو سند لاسلیک کړي.

زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سولې بهیر کې يې د پرمختګونو لپاره بیا چمتووالی نیولی دی.

دده په وینا د جرمنې له مرستیالې سفیرې، د هند له سفیر او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عزیز کاملوف سره یې کتلي دي.

 خلیلزاد زیاته کړې چې په دې لیدنو کې پر افغان سوله او په دې برخه کې پر لا ډېرو پرمختګونو خبرې شوې دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.