خلیلزاد: که سوله تامین شوه، کرېډېټ یې باید افغان مېړنیو سرتېرو ته ورکړل شي

خلیلزاد: که سوله تامین شوه، کرېډېټ یې باید افغان مېړنیو سرتېرو ته ورکړل شي

محور؛ یوه نۍ، د اسد میاشتې شپږمه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سردار محمد داوود خان روغتون کې د افغان ځواکونو له ټپیانو لیدنه کړې ده.

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: زه د افغان ځواکونو مېړانه ستایم، دا زمونږ دنده  ده چې اتلانو ته ژر تر ژره داسې سوله وړاندې کړو تر څو د هغوی سرښندنو ته درناوی په کې وشي.

هغه څرګنده کړې، که سوله تامین شوه، دې سولې اصلي ګټونکي او کریډېټ چې ورکول کېږي، هغه به همدا افغان مېړني ځواکونه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.