خلیلزاد یو ځل بیا د جګړې د بس غوښتنه کړې

خلیلزاد یو ځل بیا د جګړې د بس غوښتنه کړې

د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، افغانان باید روژې میاشتې ته په درناوي، د جګړې پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي.

 

هغه د روژې میاشتې رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې هیله ښوولې چې افغانان به روانه میاشت کې اوږده خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې اوس ددې وخت  رارسېدلی تر څو افغانان خپلې ستونزې د مذاکراتو او خبرو له لارې حل کړي.

 

زلمي خلیلزاد همدا راز ویلي چې افغانان دې د روژې په درناوي له جګړو لاس واخلي او له یو بل سره دې د مخامخ خبرو پر مټ شته ستونزې حل کړي.

 

خلیلزاد قطر کې د سولې د خبرو پر مهال د ځنډ له امله هند ته تللی و او د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره يې د افغان سولې په بهیر خبرې کړې دي.

 

ټاکل شوې ده چې نن به طالبان او امریکايي استازي قطر کې یو ځل بیا د سولې خبرې پیل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.