د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.
ویل کېږي خلیلزاد قطر ته له رسېدو سره سم هلته د طالبانو د دوحې دفتر له سیاسي استازو سره غیر رسمي خبرې هم کړې دي.
سرچینو ویلي، خلیلزاد به په اووم پړاو خبرو کې طالبانو سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له افغان خاورې نورو ته د خطر نه پېښېدو په تړاو خبرې وکړي.
قطر کې د طالبانو او د زلمي خلیلزاد شپږ پړامه خبرې له کومې هوکړې او پایلې پرته پای ته رسېدلي دي.
خلیلزاد کابل کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي و چې په دړې پړاو خبرو کې به دی له طالبانو سره په دوو مواردو زیات تمر وکړي، چې یو یې نورو هېوادونو ته د افغانستان نه خطر دی او بل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.
د اووم پړاو خبرو له پیل وړاندې د وسله والو طالبانو استازو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې څو هیوادونو ته هم سفرونه وکړل.
Leave a Reply