د خلیلزاد د سفرونو لړۍ

د خلیلزاد د سفرونو لړۍ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له ازبکستان وروسته ترکمنستان ته رسېدلی دی

خلیلزاد د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خلیلزاد ته ډاډ ورکړی، چې له افغان سولې بهیر سره به مرسته کوي.

هغه ویلي، افغانستان کې سوله او ثبات د ترکمنستان په ګټه دي او دغه هېواد ژمن دی چې په هره برخه کې د افغان حکومت او افغانانو لاس نیوی وکړي.

زلمي خلیلزاد دې میاشت کې د خپلو سفرونو لړۍ له پاکستان پیل کړه، چې وروسته بیا روسیې، ازبکستان او اوس ترکمنستان ته تللی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.