خلیلي: افغانانو ته د طالبانو اسلامي امارات د منلو نه دی

خلیلي: افغانانو ته د طالبانو اسلامي امارات د منلو نه دی

د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي وايي، هغه سوله چې د طالبانو د اسلامي امارات تر سیورې لاندې وي، افغانستان ته به د منلو وړ نه وي.

خلیلي چې نن چهارشنبه یې کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل، که هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ولسي جرګې ټاکنو په څېر وي، هېواد به بحران ته لاړ شي.

یاد خبري کنفرانس ته عبدالله عبدالله د ویډیو پیغام له لارې ویلي، د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کېدای شي او هغه کسان چې د جګړې له لارې غواړي واک ته ځان ورسوي، هېڅکله به يې هدف ته ونه رسېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.