خلیلي: سوله باید د افغانانو د هیلو ځواب ویوونکې وي

خلیلي: سوله باید د افغانانو د هیلو ځواب ویوونکې وي

د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي د سولې اړوند په رسمي سفر بروکسل ته تللی دی.

 

خلیلي هلته د ځینو هېوادونو له استازو سره پر افغان سوله هر اړخیز بحثونه کړي دي.

 

سولې عالي شورا وايي، خلیلي د نړیوالو هېوادونو استازو ته ویلي، چې د سولې بهیر باید پراخ او د افغانستان د خلکو هیلو او امېدونو ته ځواب ویوونکی وي او ټولې خواوې پرې سلا وکړي.

 

د هغه په خبره، د سولې پروسه کې باید جدي همغږي موجوده وي.

 

یاده ناسته کې امریکايي ډیپلماټانو هم ګډون کړی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.