خلیل الله فیروزي پخپل کور کې اوسېږي، هغه دوه ځله دوبۍ ته هم تللی دی

خلیل الله فیروزيد کابل بانک د رسوایۍ ترټولو مشهور کرکتر خلیل الله فیروزي چې د کابل بانک د ورکې شوې ۹۰۰ میلون ډالرو پانګې ترټولو ستر متهم دی، پرون یې په کابل کې د یو شخصي ښارګوټي د بنسټ ډبره ولګوله او دولتي چارواکو له نوموړي څخه وغوښتل چې کار به یې اساسي او په نړیوالو سټنډرډونو برابر وي.

د نوي حکومت د کار پیل د کابل بانک دوسیې په پلټنو او د ورکې شوې پانګې د بیرته راستنولو په هڅو پیل شو، خو کال وروسته داسې ښکاري چې نوی حکومت هم د کابل بانک د سناریو ګېډې ته لوېدلی او سوکه سوکه د ورکې پانګې په بدل کې د کابل بانک له پخوانیو شریکانو سره نوی شراکت پیلوي.

معلومات په ډاګه کوي، چې خیلیل الله فیروزي چې د عبدالله د دوه دورو کمپاینونو زیاته برخه لګښت یې ورکړی صحنې ته راوځي او افغان دولت د هغه د سپیناوي لپاره د مدافع وکالت دريځ خپل کړی دی. یوه سرچینه وايي، خلیل الله فیروزي په اوایلو کې څو ورځې بندي شو، وروسته د اجرایه ریاست په هدایت له بنده لومړی په ضمانتي ډول ازاد کړای شو، هغه په خپل کور کې اوسېږي او د کابل له هوايي ډګره دوه ځله دوبۍ ته تللی دی.

خلیل الله فیروزيافغان حکومت ادعا کوي چې هغه منلې چې د بانک قرضه به ورکوي او دا ښار ګوټی چې دده شخصي پانګونه ده له مخکې پلان شوې او نهايي شوې وه د کار یوه لویه برخه ده، له دې کبله چې فیروزي منلې چې د بانک پور پرې کوي، دولت حق نلري دهغه شتمني کنګل کړي.

خو د کابل بانک د دوسیې څارونکي وايي، چې ددغې دوسیې دخیل ټول دویمه کټګوري خلک او شیرخان فرنود لاهم په زندان کې دي. د فرنود رواني حالت خراب دی، او دوه ځله یې په زندان کې د ځان وژنې هڅه هم کړې ده.

یو افغان خبریال وايي، فیروزي افغان حکومت ته د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت زمرود سپارلي او ددې معاملې وساطت د اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود په منځګړي توب شوی دی.

په ضیا مسعود له وړاندې تور دی، چې د فیروزي پیسې به نوموړي له کابله څخه دوبۍ ته په بکسونو کې لېږدولې ځکه چې هغه د هوايي‌ډګر د پولیسو له تالاشۍ معاف و، او یو ځل ضیا مسعود په دوبۍ هوايي ډګر کې له دغو پیسو سره ونیول هم شو.

فرنود ادعا لري، چې دی د کابل بانک د ورکو شوو پیسو مسوول ندی او دغه پیسې د فیروزي په امضا او لارښوونه د هغه د خپلو خلکو او شرکتونو له خوا له بانکه د پانګونې او قرضو په بڼه ایستل شوې دي.

که څه هم ولسمشر دکابل بانک دوسیه د خپل حکومت د حیثیت لپاره ترټولو مهمه مسله ګڼله چې باید یې پلټنه وکړي او متهمین سزا وویني خو د حکومت دویم وزر چې د اجرایه ریاست دی، د کابل بانک له دوسیې سره متفاوت چلند کوي، عبدالله عبدالله په ولسمشر هم فشار راوړی چې د فیروزي د خلاصون لپاره د جزايي قانون یوه برخه تعدیل کړي. عبدالله عبدالله له لویه سره د کابل بانک په قضیه کې په احتیاط چلند کاوه او دا یو راز دی، چې د کابل بانک یو زیات مقدار پیسې د عبدالله د کمپاین لپاره لګېدلې دي.

فیروزي به له دې وروسته د کابل د یوې مهمې ودانیزې پروژې څارنې او نظارت ته راځي، هغه به د یو مهم رغانیز پروګرام مخکښ وي او په دې توګه هغه کسان چې په دې دوسیه کې دخیل دي، او د پوښتنې ګرویږنې څوک یې نشته ددې دوسیې د اصلي متهمینو په توګه به د زندان دوره پوره کوي او د بانک ورکې پیسې او جریمه به پرې کوي.

که د کابل بانک دوسیه له همداسې یو مافیايي چلند سره مخ وي، دا به د حکومت لپاره له حیثیتي لحاظه ډېره ناوړه دوسیه وي، او ښايي ددې حکومت د زوال سبب شي.

افغان شنونکي وايي، ولسمشر باید فیروزي په اړه کوټلی ګام واخلي او ددې سپیناوی ورکړي، چې د فیروزي او کابل بانک د ورکې پانګې انجام به څه وي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.