خواجه اصف: زمونږ تګلاره دا وه چې افغانستان او کشمیر ګډه غوټه وساتو

خواجه اصف: زمونږ تګلاره دا وه چې افغانستان او کشمیر ګډه غوټه وساتو

محور: چهارشنبه، د زمري میاشتې ۱۶ مه: د پاکستان د بهرنیو چارو مخکېني  وزیر خواجه اصف د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي: زمونږ تګلاره  دا وه چې د افغانستان او کشمیر مسله په ګډه یوه غوټه کې وساتو او په دې کار کې تر ډېره بریالي هم وو، خو لومړي وزیر عمران خان له ټرمپ سره معامله وکړه او د افغانستان او کشمیر مسایل يې سره جلا کړل.

هغه وايي: عمران خان زمونږ د کلونو خواري په اوبو لاهو کړه.

نوموړي ټینګار کړی چې له دې وروسته به مونږ په افغانستان کې د امریکا او هندوستان خدمت کوو، ځکه کشمیر مو له لاسه ووت.

Leave a Reply

Your email address will not be published.