طالبانو په فارياب هغه سيمه بيرته نيولې چې د ولسمشرلومړي مرستيال جنرال دوستم د عملياتو په ترڅ كې نيولې وه. رپوټونه وايي وسله والو طالبانو يوه ورځ وروسته بيرته د (خواجه ناموسا) ولسوالى بازار چې يوه ورځ وړاندې يې په يوه سخته جګړه كې له لاسه وركړى و بيرته نيولې ده.
د سيمې اوسيدونكي وايي دولتي ځواكونه د (خواجه ناموسا) بازار او ورڅيرمه غونډې پريښې او (د ګدا قريې) كلي ته تللي دي.
امنيتي چارواكو له (خواجه ناموسا) څخه د دولتي ځواكونو ايستل يو تكتيك بللى دى، خو ويل كيږي چې د ولسمشر لومړي مرستيال په شمال كې د پوليسو د زون قوماندان جنرال بابه جان او د ملي اردو د لومړى لوا قوماندان ته ويلي و چې په مهمو سيمو كې پوستې ځاى پرځاى او د امنيتي سرتيرو شمير ډير كړي.
د فارياب د پښتونكوټ ولسوالې د امنيې قوماندان سمونوال سخي داد وايي له سلګونو ځواكونو سره د (خواجه ناموسا) ولسوالې د بازار په پنځه كيلومترۍ كې ځاى پرځاى شوي او هيڅ نښته نشته.
ويل كيږي چې د دې كار لامل دادى چې تر عملياتو وروسته د پاڅونوالو په شمول ټول امنيتي سرتيري ميمنې ته راستانه او سيمه وسله والو طالبانو ته پاتې شوه.
Leave a Reply