خوستیان وایي د ملي دفاع وزارت د دوی د پرمختګ مخه نیولې

د خوست ولايتي شوراد خوست ولایتی شورا  وایی په دغه ولایت کې چې هرځل د بیارغونې کومه پروژه پیل شوې نو د ملي دفاع وزارت يې د ځمکې د مالکیت ادعا کړې او کار یې په نیمایي کې پاتې شوی.

د خوست ولايتي شورا  عبدالولی واحدزی  وايي، ملي دفاع وزارت په خوست کې د نوي جوړونې د چارو مخه ډب کړي. هغه وايي په دې ولايت کې دوو سړکونو، یوه روغتون او د يوه ښوونځي ساختماني پروژې له دې امله ځنډيدلي چې دفاع وزارت يې د ځمکو دعوه لري.

واحدزی وايي، څو کاله وړاندې د ښار په لويديځه برخه د ولسمشر له حکم سره سم خلکو ته د استوګنې نمرې ويشل شوي، چې خلکو څو قسطونه پيسې هم بانک ته وركړې، خو دفاع وزارت د يادې پروژې د عملي کيدو مخه نيولي.

د خوست د محلی چارواکو د مالوماتو له مخې چې د ښار په مرکزي برخه تخته بيکې سره نژدې هم دفاع وزارت د يوې سترې پروژې مخه نيولي، چې د ماسټر پلان له مخې ښاروالۍ له لوري تجارتي سيمه بلل شوي او په دې ځاى کې څو کاله وړاندې لوړ پوړې ودانې هم  جوړ شوي وې، خو اوس یوه کنډواله پرته ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.