خوست كې سرحدي ځواكونه تيارسۍ دي

په خوست كې سرحدي ځواكونو ته د تيارسى امر شوى دى. د خوست والي حكم خان حبيبي وايي افغان ځواكونوته امر شوى چې كه د پاكستان له لوري كوم اقدام كيږي نو ورته ځواب دې وركړل شي.

د خوست والي چې له امنيې قوماندان سره يوځاى يې د دغه ولايت په ګربزو ولسوالې كې له امنيتي ځواكونو ليدنه كوله وويل افغان ځواكونه د بلمثل بريد چمتووالى لري.

د خوست امنيتي چارواكوهغه سرتيري هم د يوې غونډې په ترڅ كې وستايل چې په خپلو دندو كې يې ميړانه ښودلې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.