خوست كې يو تن له سړي تښتوونكو وژغورل شو

د خوست امنيه قومندانی د ترهګرۍ  پروړاندې د مبارزې مديريت پولیسو د سړي تښتونکو څخه يو تن ژغورلی. د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي دا شخص د موسی خيلو د انځرکي په سيمه کې د سړي تښتونکو څخه ژغورل شوى . امنيه قوماندان وايي  سړي تښتونکو د ياد کس د ژغورلو پرمهال پولیسو سره وسله واله شخړه هم کړې، خو چا ته په کې زيان نه دی رسيدلی.  ژغورل شوى شخص د خوست ښار د متون سيمې اوسيدونكى دى سيد امين نوميږي او وايي  اته ورځې وړاندې د خوست ښار څخه څو تنو سړي تښتونکو سره د کار په موخه تللی و، خو سيمې ته په رسيدو يې په يو کور کې بندي کړی و. سيدامين وايي  کله چې دی د سړي تښتونکو له لوري وتښتول شو، نو دده کورنۍ څخه يې د پېښو غوښتنه وکړه او ويل يې که چېرې پېسې را نه وړی، نو دی به ووژني.  سرچينې نه دي ويلي چې دا شخص د څه په موخه تښتول شوى و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.