خوست كې پنځوس زره بې پلېټه موټر ګرځي

جنرال فيض الله غيرتله تيرو كلونو كې له عربي هيوادونو څخه هيواد ته د موټرو په راتګ د بنديز نشتوالى د دې لامل شوى و چې يو زيات شمير موټر د ګمرك له اسنادو پرته هيواد ته راوړل شي.

په دې كې يو شمير هغه موټر هم و چې د پرزه كيدو له پاره هيواد ته راوړل كيدل، خو تر راوړلو وروسته يې ډير لږ پرزه شوي او له نورو يې خلك كار اخلي. كه څه هم دغه موټرو ته د ولسمشر د فرمان له مخې موقت پليټونه وركړل شول، خو لاهم په ډيرو ولايتونو كې بې پليټه موټر فعاليت كوي.

په خوست كې هم تر پنځوس زرو پورې بې پليټه موټر فعاليت كوي. د خوست اوسيدونكي وايي چې په دې موټرو د خلكو ډيره پانګه بنده شوې او دولت يې بايد يوه داسې حل لاره ومومي چې خلك هم زيانمن نه شي او قانوني لاره ورته پيدا كړي.

په خوست كې امنيتي چارواكي وايي چې همدې موټرو امنيتي ستونزې ډيرې كړې او ډير كله په جنايي او ترهګرو پيښو كې له دغه موټرو استفاده كيږي. د خوست د پوځي شورا د پريكړې له مخې نور نو بايد دا موټر ودرول شي.

كه څه هم په تيرو كلونو كې په خوست كې د دا ډول موټرو شمير له شپيتو زرو ډير ښودل شوى و، خو د خوست د امنيې قوماندان وايي چې تر ديرش زرو پورې دا ډول موټر شته چې نور يې په ګرځيدو بنديز لګوي.

د خوست د امنيې قوماندان جنرال فيض الله غيرت وايي په راتلونكې اونۍ كې به دا بنديز عملي كړي. د خوست اوسيدونكي وايي چې په دغه ولايت كې تر نيمايي ډير موټر اسناد نه لري چې كه يې په فعاليت بنديز ولګول شي نو خلك به له ډيرو ستونزو سره مخ او زيانمن به شي.

د خوست امنيه قوماندان وايي چې په دې برخه کې يې له مرکزه مرسته غوښتي، څو د ګرځيدو لپاره يوه قانوني لاره ورته ولټوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.