خوست كې په پوليسو چاودنه وشوه

خوستپه خوست كې چاودنې د پوليسو يو افسر ټپي كړ. دا چاودنه نن غرمه د خوست په ښار كې د والي كور ته څيرمه د پوليسو په موټر شوې ده.

د خوست د امنيې قوماندان فيض الله غيرت وايي چاوديدونكي توكي د سړك په غاړه كې ځاى پرځاى شوي وو او د ريموټ په وسيله چاودنه وركړل شوې ده. هغه وايي په دې چاودنه كې د پوليسو يو افسر ټپي شوى دى. تراوسه ددې پيښې مسوليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.