دا چاودنه نن په دوو بجو د خوست ښار په شمال لوديځ څنډه كې له مركزي ګودامونو سره شوې ده. د خوست د امنيې قوماندان جنرال فيض الله غيرت وايي چې چاودنه د پوليسو له موټر سره نژدې شوې چې يو پوليس په كې ټپي شوى دى.
دا چاودنه په هغه سيمه كې شوې چې د كرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير له پيښې څو دقيقې وړاندې له دې سيمې ليدنه كړې ده.
تراوسه د دغه چاودنې مسوليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.
Leave a Reply