خوست له وارداتي برېښنا سره ونښلول شو

خوست له وارداتي برېښنا سره ونښلول شو

محور؛ جمعه، د زمري میاشتې ۱۸ مه:

د خوست سب سټیشن د کابل ورداتي برېښنا له شبکې سره وصل او په خوست ښار کې دوه زره کورنیو لپاره داخلي شبکې په ګډوون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي، له ګردیز څخه د خوست سب سټیشن او بیا تر داخلي شبکې پورې د وزې ځدراڼ د سب سټیشن په ګډوون په دې پروژه ۱۱۳ ملیونه ډالر لګښت شوي دي.

هغه وویل نن هغه برېښنا چې خوستوال یې ډېر زیات لیوال وو، نن عملا له کورونو سره وصل شوه.

والي وویل چې د داخلي شبکې کارونه تر کار لاندې دي او پرختیا به پیدا کړي خو د اوس لپاره دوه زره شل کورونو ته برېښنا ورکړل شوه.

هغه وویل چې اراده دا ده، چې د خوست کورونه په برېښنا او تعلیم باندې روښانه کړو.

خوست والي وویل چې پخوا د برېښنا د میټر قمت ۳۷ افغانۍ وو، چې ددې برېښنا په فعالیت سره ۶ عشاریه ۲۰ افغانیو ته راښکته شي، چې دا د غریبو کورنیو لپاره ښه زیری دی.

د یادولو وړ ده، چې د خوست د ښار د داخلي شبکې د برېښنا د توزیع چارې دا مهال روانې دي، چې په لومړي پړاو کې به ۱۳ زره کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.