خوست کې د خونړي برید مخه نیول شوې ده

خوست کې د خونړي برید مخه نیول شوې ده

افغان ځواکونو د خوست ولایت په مرکز کې د خونړۍ حملې مخنیوی کړی دی

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د خوست مرکز اړوند سیمه کې يې د ټرورېسټانو یوه ډېپوه تر لاسه کړې ده.

 

د رحیمي په وینا، ډېپوه کې موجود درې ټرورېسټان هم د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

 

نوموړي ټینګار وکړ چې نیول شویو درېیو کسانو پلان درلود چې خوست ښار کې ډله ییز برید ترسره کړي.

 

په یاده ډیپو کې نظامي یونیفورم، د راکټ مرمۍ، بې غږه توفنګچې، لاسي بمونه، مخابرې او یو لړ تبلغاتي پاڼې موجودې وې.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.