خوست کې د ۱۰۰ ښوونځیو د جوړېدو چټکې چار پیل شوې

 خوست کې د ۱۰۰ ښوونځیو د جوړېدو چټکې چار پیل شوې

د خوست ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د ۵۴۷۵۸۷۲۳۵ پېنځه سوه اووه څلويښت ميليون و پېنځه سوه اووه اتیا زره دوه سوه پېنځه دېرش افغانيو پر ارزښت د ۱۰۰ ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوې.

چارواکو ټینګار کړی چې دغه ښوونځي به په شپږو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

 ښوونځي د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د اړوند رياست او د ولسي تړون د ملي پروګرام د اقرا پروژې په مرسته جوړيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.