خوست کې چاودنې یو تن وواژه

خوستدا چاودنه نن غرمه د خوست ښار په لودیځه څنډه کې په یوه سرای کې شوې ده. ویل کیږي چې ماین ته د ریموټ په وسیله چاودنه ورکړل شوې چې د یوه درملتون مخې ته ایښودل شوی و.

د خوست د امنیې قوماندان جنرال فیض الله غیرت وايی چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

تراوسه د دغه چاودنې مسولیت چاپرغاړه نه دی اخیستی او روښانه نه ده چې موخه یې څوک وو.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.