د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او او د ولسمشر د حکم په اساس، خوشحال سادات د کورنیو چارو وزارت ارشد معین عبدالصبور قانع د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او ماهر یعقوب د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې مشر په توګه وټاکل شول.
د کورنیو چارو وزارت د دغو درېیو لوړ پوړو چارواکو د معرفۍ مراسمو کې د ملي امنیت حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د تېرو چارواکو کړنې وستایلې او ټینګار يې وکړ چې نوي ټاکل شوي مسوولین دې خپلې دندې په پوره ایماندارۍ مخ ته یوسي.
محب څرګنده کړه، د یادو کسانو په ګومارنه کې هېڅ سیاسي چلند نه دی شوی، بلکې د وړتیا په اساس ګومارل شوي دي.
د کورنیو چارو نوي ارشد معین زورواکو ته خبرداری ورکړ، چې په هېڅ ځای کې به ترې په امان کې نه وي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وویل، د افغان ځواکونو په وینو به معامله نه کېږي .
هغه وویل، د سولې غږ لومړی دوی پورته کړی دی او افغانان به یې خپله سر ته رسوي.
Leave a Reply