خړ کمر کې پر پاکستانیو پوځیانو مرګونې چاودنه شوې

خړ کمر کې پر پاکستانیو پوځیانو مرګونې چاودنه شوې

د شمالي وزيرستان په خړکمر سيمه کې ماین چاودنې یو پاکستانی سرتېری وژلی او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي.

پر پاکستانیو ځواکونو دغه ماین نن سهار چاودلی دی.

د شمالي وزیرستان مسوولینو منلې چې نن سهار څلور پوځي سرتيري چې په ګزمه بوخت وو د ماين چاؤنې ښکار شوي دي.

د شمالي وزيرستان خړ کمر هغه علاقه ده چرته چې په اووم جون د پوځي سرتېرو په يو موټر چاؤدنه کې د درې افسرانو په ګډون څلور سرتيري وژل شوي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.