داخلي جګړه

عبدالستار سعادتپه سر کې یوه ضروري یادونه کوم؛ په دې لیکنه کې د شکلي لحاظه روانې جګړې ته داخلي جګړه ویل شوې ده.‌ مانا دا چې جنګ زمونږ په جغرافیه کې دی او ټول تاوان یې مخامخ مونږ ګالو.‌ کنه د ماهیت له مخې، جګړه داخلي نه ده؛ سیمه ییز او نړیوال عناصر په کې تر داخلي عامل ډېر رول لري.

جګړه سخته ده:

ځکه؛ لوړه اقتصادي بیه لري. وینې په کې توئېږي. د توجیه کولو لپاره یې پخو دلایلو ته ضرورت شته چې خلک باید درسره قانع شي. د جګړې هدف باید خلکو ته تقدس ومومي؛ دا تقدس، کېدای شي اسماني وي یا ځمکنی. د جګړې لوړه اقتصادي بیه په درېیو ساحو کې ده؛ یو دا چې د دولت مصارف لوړ ځي.

  • د بېلګې په توګه: د افغانستان جګړه، هره ورځ ۲۴ میلیونه ډالر لګښت لري چې مونږ غوندې غریب ملت ته ملا ماتونکې ده. تقریباْ هر سړي سر، مونږ د ورځې یو ډالر مصرفوو.‌
  • دویم مورد یې د جګړې په واسطه حتمي واقع کېدونکې ورانۍ دي چې کورونه، سړکونه،‌ دولتي ودانۍ،‌ پلونه،‌ د برېښنا غزېدلي مزي او … په کې زیان مومي.‌
  • درېیمه ملاماتونکې مسئله په کې د پرمختګ معکوس مزل کول دي.‌ یعنې؛ ملتونه باید هره ورځ په مخ لاړ شي او نورې نړۍ سره چې په سوله کې دي، سیال واوسي؛ جګړه یې راتلونکي ورتیاره کړي.

د جنګ بل لوړ قیمت، د وینې توئېدل دي. بیا چې جګړه داخلي شي (حتی که نیابتي هم وي) او د یوې جغرافیې خلک خپلو منځو کې جنګېږي، بیه یې څلور برابره شي، چې سرتېري، مقابل لوری او په دواړو خواو کې ملکي وګړي په کې شامل شي.‌ دلته نو د جګړې دواړو خواو ته سخت کار دا دی چې د خپلې جګړې لپاره مقنع دلایل ولري؛ یا لږ تر لږه خلک ورسره تر ډېره موافق وي. خو؛ دا دلایل د جګړې لوری یوازې د ملامتۍ نه خلاصوي، د جګړې د ډګر ساتلو کې ورسره مرسته نه کوي.‌ نو؛ جګړې ته تقدس ورکول دي چې خلک باید خپل زامن د جنګ میدان ته واستوي.‌

البته په نننۍ نړۍ کې یوازې په ملي سطحې د موافقت شتون کفایت نه کوي؛ ځکه چې علمي پرمختګ دنیا ډېره کوچنۍ کړې ده او د جګړې اثرات په یوې جغرافیه کې مطلق محدود نه شي پاتې کېدای.‌ نو؛ اکثر هېوادونه د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره یا د سولې او یا د جګړې د یوه لوري نه ملاتړ کوي چې دویم حالت یې جنګ لا پېچلی کړي.‌ خو؛ بیا هماغه خبر ده چې د یوې جګړې لپاره،‌ د جګړې لوري، سیمه ییز او حتی نړیوال موافقت ته په کې ضرورت لري.

 

تر داسې یوې جګړې چې په یوه جغرافیایي محدوده کې، د یوه ملت تر منځ وي؛ هغه جګړه آسانه ده چې له یوه بل هېواد سره وي؛ حتی که د هغه هېواد نظامي او اقتصادي لاس بری هم ثابت وي- په څو دلایلو:

  • لومړی خو دا چې انساني تلفات که ډېر هم شي،‌ بیا هم تر یوې داخلي‌ جګړې، یوه ملت ته ارزانه پرېوزي.
  • دویم دلیل یې دا دی چې جګړې ته آسانه دلیل او تقدس ورکول کېدای شي؛ نوم یې چې تجاوز شو، ټول ملت د خپل دولت نه ملاتړ کوي.
  • درېیم؛ د جګړې تاوان دوه ملتونه ګالي (تقسیمېږي).
  • څلورم دلیل یې دا دی؛ په داسې جګړه کې نور هېوادونه بې پرې نه شي پاتې کېدای؛ که یو شمېر هېوادونه د یوه هېواد ملاتړ وکړي، ګڼ شمېر یې د بل کوي چې د اقتصادي لحاظه یې بوج کم شي.

د جګړې د ختمېدا لپاره ملګري ملتونه هم هڅه کوي چې د نړۍ د نظم د حفظ لپاره باید د جګړې اور مړ شي. خو؛ په داخلي جګړه کې دا فرصتونه یا نه وي او یا کم وي. روسانو په مونږ یرغل وکړ؛ امریکا مو تر شا ودرېده. غربي اروپا لاس راکړ او پاکستان هم له دې مجبوریته چې راتلونکی هدف هغه و، ځای راکړ؛ ایران همداسې او د نړۍ ډېری برخه راسره شوه. ملګرو ملتونو د روسانو پوځي مداخله یو صرېح ښکېلاک وګاڼه. په داخل کې هم روسان متجاوز او کافران وو.

دا ځل هم په مونږ یوه هېواد برید وکړ او خاوره یې راونیوله. په شکل کې یې د روسانو تجاوز سره کوم تفاوت نه درلود. روسانو ببرک کارمل راوست، دننه په نظام کې یې پراخ نفوذ درلود او یوازې یې څو واکمن سیاستوال ووژل. امریکایانو هم د نظار شورا ملا وروتړله؛ پیسې یې ورکړې او هوایي ځواک یې د طالبانو جنګي لیکې ورماتې کړې. په جنوب کې یې حامد کرزی وګوماره او د طالبانو واکمني یې ورختمه کړه. د بګرام نظامي اډه چې یو وخت روسانو په کې اړولي وو، امریکایانو په کې واړول. خو؛ دا ځل تفاوت په ماهیت کې و. مونږ د روسانو په خاوره کې د ۳۰۰۰ ملکي وګړو په وژنه کې مرسته نه وه کړې؛ په کوم بحر کې مو د روسي بېړۍ په بم الوزولو کې لاس نه درلود او د روسیې په ملي ګټو مو د نړۍ په هېڅ ګوټ کې برید نه و کړی.

دا ځل د متحده ایالاتو سوداګریز مرکز کې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي وو چې پړه یې په اسامه بن لادن وه او هغه هم دا برید رد نه کړ چې وروسته یې بیا د برید مسؤلیت په غاړه واخېست. په کینیا او تنزانیا کې د امریکایي وګړو وژل او په یمن کې امریکایي بېړۍ په بم الوزول، هغه څه و چې مسؤلیت یې القاعدې په غاړه اخېستی و او مشر یې زمونږ مېلمه و. ښایي امریکایانو غوښتل چې دلته راشي او دا یې یوه ښه بهانه وګرځېده. امریکایان یو متل لري؛ هر مصیبت په خپل وجود کې یو لوی فرصت لري چې هغه باید ولټول شي، وموندل شي او ترې ګټه واخېستل شي. هغوی دا فرصت وموند، خو؛ بیا یې هم اتمام حجت وکړ او طالبانو ته یې د سعودي او پاکستان په منځګړیتوب، پلاوی راواستوه چې اسامه وروسپاري. خو؛ ملاعمر دا کار ونه کړ او په دې توګه امرکایانو هغه د اسامه جرمي شریک وباله.

امریکایان دلته په داسې نړیوالې اجماع راغلل چې حتی روسانو او چین یې هم مخالفت ونه شو کولای او ایران یې هم په لومړیو کلونو کې په راتګ خوله پټه پاتې شو.‌ دننه په افغانستان کې هم پخواني مجاهدین امریکایانو سره یو وو او حکومت هم همدې مجاهدینو ته وسپارل شو. طالبانو ماته وخوړه او لاړل، پاکستان کې دمه شول. تر دوه کاله دمې نه وروسته پاکستان کورنۍ دنده ورکړه او د پاکستاني ملایانو په ملاتړ یې د جهاد په نامه جګړې ته مشروعیت پیدا کړ. په دوه نورو کلونو کې یې دننه افغانستان کې کار وکړ او د څلورم کال په وروستیو کې یې جګړه پیل کړه.

له دې چې د جهاد په وخت کې زمونږ ډېری مهاجرت پاکستان ته شوی و، اکثره ملایانو مو هم هلته زده کړې کړې وې نو،‌ هغه ملایان هم یو ډول د خپلو استادانو تر تاثیر لاندې دي. هماغه و چې دننه په افغانستان کې هم د جګړې د مشروعیت او تقدس لپاره کار شروع شو او په لږ وخت کې؛ د اته واړو جنتونو دروازو کلیانې د طالبانو لاس ته ورغلې. کابل چې طالبان د تاریخ یوه برخه ګڼلې وه،‌ غافلګیره شو او تر څو یې چې ځان خوځاوه؛ د بیان د آزادۍ له اصله په استفادې سره، ملایانو د افغانستان د جوماتونو له ممبرونو څخه، د نظام د مشروعیت مقدسې ستنې ورړنګې کړې وې. هغه مهال مو یوازې ۷۰۰۰۰ پوځ درلود. استخباراتو مو هم ښه پرمختګ نه و کړی. پولیس مو لا روزل شوي نه و. نو؛ په لږ وخت کې طالبانو ډېر پرمختګ وکړ. د افغانستان د تاریخ تر ټولو قیمتي جګړه پیل شوه چې لا تر اوسه روانه ده.

 

مونږ په کوم وضعیت کې یو؟

له اقتصادي پلوه مو جګړه په واک کې نه ده؛ د نورو په پیسو جنګ کوو. له همدې امله خو کله معکوسه نتیجه اخلو. ځکه؛ د معلوماتو له مخې، هغه عملیات چې د بهرنیو د تفاهم نه بغیر وشي، حتی هغوی یې لګښت هم نه ورکوي. که مونږ د توطئې تیوري له پامه وغورځوو،‌ یوازې دا بېروکراتیکه پروسه یې نتایجو باندې بد تاثیر لرلی شي. ځکه؛ مخالفین اکثر چریکې جګړې کوي (چې اوس،‌اوس په جبهه یي هم بدلې شوې دي). هغوی په یوه ځای کې اکثر تر څلورو ساعتونو ډېر وخت نه تېروي.‌ کله چې دولت اطلاع ومومي، هغه بهرنیو سره شریکه کړي، بیا هغوی موافقت وکړي، بیا پلان جوړ شي او بیا اجراات… وخت په خپله تېر شي او هدف ځان ورک کړي. دا یې هغه عادي جانبي عارضه ده؛ اقتصادي کمزورۍ مو په جګړه کې ملا راماته کړې ده او حتی د نه پرمختګ یو لوی لامل همدا دی.

د جګړې په توجیه کې لا افغان حکومت تر یو ځایه بریالی دی؛‌ که څه مخالفین هم پراخه ولسي جغرافیه لري چې خپل جنګ یې په خلکو کې توجیه کړی دی،‌ مګر؛ دولت د پردیو، خصوصا پاکستان د مداخلې په اړه د کره اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو سره، ډېر خلک قانع کړي دي چې په جګړه کې برحقه دي. البته د جګړې توجیه کول، د جګړې له میدان سره ډېره مرسته نه کوي. یعنې؛ د جګړې توجیه کول یوازې د جګړې لوری یا جګړه مار له ملامتۍ خلاصوي، خو؛ دومره هم نه وي چې نور یې په څنګ کې ودرېږي.

کوم عامل چې خلک د جګړې لیکې ته ورکاږي، هغه د جګړې تقدس دی. کېدای شي دا تقدس اسماني شي چې د خدای ج د احکامو او اوامرو په رڼا کې وشي (دا چې په هر دین پورې تړلې وي) یا د بشري ارزښتونو نه تقدس ومومي. که چېرته د جګړې لوري ونه شول کولای چې جنګ ته تقدس ورکړي، څوک له ځان سره د جنګ لیکو ته نه شي وړلای. د افغانستان په جګړه کې له بده مرغه د جنګ اسماني تقدس تر ډېره مخالفینو سره دی. هغوی په دې توانېدلي دي چې کله حتی زمونږ د نظامیانو په لیکو کې نفوذ وکړي او بریدونه ورباندې کوي. مخالفینو د جنت ټولې حورې په واک کې لرلې دي او زمونږ په جنسي محرومیت محکوم ځوان قشر یې سخت ورته حریص کړی دی؛ تر دې چې له ځانه چاودېدونکي مواد وتړي او په دې خیال چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره به د ۷۲ ښکلو باکرو په غېږ کې پروت وي، په مینه سروجنګوي. که څه د افغانستان دولت هم ځان سره علما لري، خو؛ حتی زمونږ علماو هم تر دوه و وروستیو کلونو ښکاره دریځ نه دی لرلی او سکوت یې کړی دی. که څه په دې دوه آخرو کلونو کې یې غږ درلود، مګر؛ د دې کار لپاره ناوخته و او هغه ستېج ترې پاکستانۍ فتوی نیولی و.

که سړی واقعبینانه بحث وکړي؛ د افغانستان دولت ته یوازې ځمکنی تقدس پاتې چې هغه وطنپالنه ده، بشرپالنه ده،‌ له آزادۍ نه دفاع کول دي او مخالفین د پاکستان او ځینې نورو هېوادونو لښکر معرفي کول دي چې د دې صرېح تجاوز پر وړاندې باید زمونږ نظامیان وجنګېږي. ځمکنۍ او اسماني تقدس د انګېزې په رامنځته کولو کې ډېر تفاوت نه لري. که نن طالب له ځانه بم تړي، په دویمه نړیواله جګړه کې جاپاني پېلوټانو د خپل هېواد لپاره له بمونو ډکې الوتکې، امریکایي نظامي بېړیو سره جنګولې. هغوی یوازې یو لیک خپلې کورنۍ ته لیکه او ویل به یې: دا برید د جاپان امپراطور او د خپل هېواد لپاره ترسره کوم.‌ مانا دا چې؛ مهمه دا ده مونږ د جګړې تقدس لپاره کار وکړو.

هغه څه چې مونږ یې په دې جګړه کې وینو،‌ دولت په دې اړه هېڅ منظم پلان نه لري او داسې ښکاري چې په دې برخه کې هېڅ فکر نه دی شوی. کله ناکله د مدني نهادونو په نامه ځینې حرکتونه وشي؛ مګر هغه حرکتونه بیا په یو ډول له اسماني مقدساتو سره په ټکر کې شي چې دا حالت بیا نه یوازې ګټه نه کوي، بلکې خطرناک دی. ځکه؛ افغانستان غوندې مذهبي ټولنه کې له اسماني تقدس سره مخالفت نه کېږي. هڅه باید وشي چې دولت ځان د دواړو خاوند وبولي. په ځمکني تقدس کې د جنګیالیو پالل ډېر مهم دي. دلته د مکافاتو او مجازاتو اصل ډېر مهم دی. دا جنګ باید خائن ولري او اتلان باید په کې رامنځته شي. د خائن او اتل تعریف باید ارزښتونو ته د وفادارۍ د معیارونو له مخې وشي، اوصول او قوانین باید ورته رامنځته شي. که چېرته په داسې جګړه کې قهرمانان رامنځته نه شول او خائنان تشخیص نه شول؛ ماتې یې حتمي ده.‌

په یوه قضیه کې مدافع وکیل وم؛ مؤکل مې د نهو پولیسانو په وژنه تورن و چې لومړی یې هغوی کلابندکړي و او بیا یې ټول ویشتي وو. زه د دندې له مخې مکلف وم چې له خپل مؤکله دفاع وکړم. جالبه دا وه چې په دوسیه کې د یوه پولیس عکس هم نه و، نوم یې هم نه و، قطعه یې هم معلومه نه وه او نظامي تشکیل یې هم … ما په محکمه کې استدلال وکړ چې دا کسان هېڅکله نړۍ ته راغلي نه دي، تولد شوي نه دي او څارنوال هسې خیالي کسان رامنځته کړي دي. مؤکل مې خلاص شو او وروسته پوه شوم چې زما مؤکل رښتیا دا کار کړی و. یوه میاشت وزورېدم؛ هم خپل کار ته او هم د دولت بې تفاوتۍ ته. که جنګ داسې وي لکه اوس چې روان دی،‌ د جګړې لیکې به تشې شي.

یو کس راپیدا شو او شپږ ځانمرګي یې ووژل. که چېرته یې دا سرتېری مخکې ولاړ نه و، د افغانستان مقننه قوې ډېر غړي به وژل شوي وو او دا به د دولت لپاره ستر تاریخي شکست و. هغه کس یوازې څو ورځې نمایشي ونازول شو، کورنۍ یې یوازې د لغمان نه ننګرهار ته انتقال شوه. بله ورځ په یوه ترافیکي پېښه کې بندي شو، بې عزته شو او ممنوع الخروج اعلان شو. له حقوقي اړخه ترافیکي (پېښه) کې د فاعل اراده معیوبه وي. هغه داسې څه نه وي غوښتي خو ترې وشي او یا هم د عمل د ماهیت درک کې ستونزه لري. د همدې لپاره ورته ډېره سزا نه ده ټاکل شوې. هغه کس چې باید په مهمو مراسمو کې خلکو (نورو سرتېرو) ته ښکاره شوی وای؛ د ځینو نورو اتلانو په سینه یې د هغه په لاس مډال ټومبلی وای؛ په فوق العاده توګه یې ستره رتبه ورکړې وای او د یوې لواء قوماندان یې ټاکلی وای؛ بیا به هر چا هڅه کوله چې عیسی خان غوندې یوه مېړانه وکړي.‌

هغه لاړ اروپا ته او هلته به په کوم رستورانت کې د ظرف مینځلو فرصت ومومي کنه؟!
ښایي ځینې داسې استدلال وکړي چې هغه هم مسؤلیت درلود او باید په خپله خاوره کې پاتې شوی وای؛‌ دا خبر په ځای ده، مګر د هغه شعور او د دولت شعور باید فرق ولري. دولت باید په سمبولونو باندې کار وکړي. هغه یو فرد و، ښایي سواد کې یې ستونزه وه، ممکن شعور یې کمزوری و. مګر یو نظام خو نباید بې شعوره شي. کله مې شک پیدا شي چې هېڅوک (زمونږ د دولت په شمول) د جګړې ګټل نه غواړي،‌ دوام یې غواړي. ځکه؛ د بري لپاره هېڅ واقعي هڅه نه وینم. هر هغه هېواد چې په جګړه کې ښکېل وي، د جنګ کابینه رامنځته کوي. زمونږ د جنګ کابینه لا تر اوسه مشخصه نه ده او که وي هم، په ډېر غیرمعیاري او غیر مسلکي انداز باندې چې حتی لا تر اوسه د افغانستان اساسي قانون د حکم سره سم، د جنګ وزیر مو هم نشته دی.
خدای ج دې په دې ملت ورحمېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.