افغان سرتېري: افغانستان کې مو د داعش ملا ماته کړې

کورنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو او داعش ډلې پر ضد د افغان سرتېرو یرغلیز عملیات په چټکۍ سره روان دي او داعش ډله افغانستان کې په بشپړ ډول کمزورې شوې ده

د کورنیو چارو  وزارت د مرستیال ویاند نصرت رحیمي په وینا، داعش ډله په پخواني قوت کې نه ده او اوس له افغان سرتېرو سره د مخامخ جګړې وړتیا نه لري.

رحیمي ویلي، افغان سرتېري به تر هغه د داعش پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو يې دغه ډله په بشپړ ډول له منځه نه وي وړي

بلخوا ولسي جرګې هم ویلي، چې داعش ډلې فعالیت افغانستان کې کم شوی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.