داعش به په پاكستان كې زور واخلي

داعش په پاكستان کېپه داسې حال كې چې د پاكستان چارواكو په رسمي توګه په دغه هيواد كې د داعش د راڅرګنديدو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي، خو د پاكستان د كورنيو استخباراتو سازمان (آى بي) رييس وايي په دغه هيواد كې د داعش خطر مخ په ډيريدو دى.

د پاكستان د كورنيو استخباراتو رييس آفتاب سلطان د دغه هيواد د مشرانو جرګې يو كميټې ته ويلي “د سپاه صحابه او لشکرې جنګهوي په شان سخت دریزه ډلې چې په پاکستان کې پرې بندیز لګیدلی، ښایي   د داعش سره د یو ځای کیدو لپاره زړه ښه کړي.”

د استخباراتو دغه مشر همدارنګه ویلي چې له داعش سره د پاکستانې طالبانو د تحريك لخوا هم همکاري کیږي. سلطان دغه راز ويلي چې “داعش پاکستانیان په سوریه کې د جګړې لپاره هم استخداموي.”

د استخباراتو د بیریو رئیس آفتاب سلطان وایي: “داعش په مذهبي لحاظ پاکستانیان استخداموي او سوریې ته یې د جګړې لپاره استوي. ” د پاکستان د رسنيو د معلوماتو له مخې سل ګونه پاکستانیان سوریې ته د جګړې لپاره تللي دي.”

Leave a Reply

Your email address will not be published.