داعش جنګیالي ترکیې او اروپا ته تښتي

داعش جنګیالي ترکیې او اروپا ته تښتيسلګونه داعش جنګیالي د روسیې د بمبارۍ له وېرې له سوریې په تېښته دي او د ترکیې له سرحدونه دغه هېواد ته وراوړي. راپورنه وايي، دوی ته د استوګنې او پرمختګ شرايط خورا ترینګلي شوي او په هره ممکن لاره چې کولای شي له سیمې تښتي.

داعش قوماندانان هڅه کوي، د جنګیالیو دفرار مخه ونیسي، خو بیا هم لیکې ګډې وډې شوې او اکثره هغه جنګیالي چې له نورو هېوادونو سوریې ته تللي وو، اوس هلته ګذاره نکوي.

ټولنیزو رسنیو ډېر داسې تصویرونه او د جنګیالیو د تېښتې داستانونه خپاره کړي، چې داعش جنګیاليو خپلې ږیرې خریلې او د جنګ له سیمو ځانونه باسي.

د روسیې ددفاع وزارت هم د جنګیالیو تېښته تاييد کړې او وايي هره ورځ تر سلو زیات جنګیالي د ترکیې پرسرحد دغه هېواد ته وراوړي. روسیه وايي، عینې تګلاره د النصر جنګیالیو هم خپله کړې، دوی د کډوالو په کاروانونو کې ځان پټوي او اروپايي هېوادونو ته د جنګ ځپلو کډوالو په توګه اوړي.

د داعش ډېری جنګیالي چې د جنګ تجربه نلري، له اروپايي هېوادونو د خواله رسنیو له لارې جذب شوي وو او په وروستیو کې د عراق او سوریې پولو ته راغلي وو. ددوی په اړه ویل کېږي، چې زیاترو یې له وینځو استفاده کوله او خپله جنسي تنده یې سړوله خو اوس د جنګ میدان دومره ګرم شوی چې دوی اړ دي وجنګېږي. ددوی زیات شمیر په خپلو کمپونو کې د خوب پرمهال وژل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.