داعش د افغانستان هیروين قاچاق کوي

ویکتور ایوانوفد روسیې د نشي توکو پرضد د مبارزې ادارې ریس اعلان کړی، چې داعش د افغانستان د هیرويينو د قاچاق له درکه د کال ۵۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کوي. د نشي توکو پرضد د مبارزې ریس ویکتور ایوانوف دغه خبرې تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې په ډاګه کړي.

ایوانوف وايي، دا لویه اندازه امکانات دي چې داعش یې د خپلې جګړې لپاره له نامشروع لارو په خپلو تر تسلط لاندې سیمو کې ترلاسه کوي. ایوانوف وايي، داعش د نشي توکو له درکه په ترلاسه شوو پیسو وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي او د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا بودجه تامنیوي.

ایوانوف ادعا کوي، چې داعش جنګیالي نشي توکي له افغانستان څخه په بېلا بېلو لارو ترکیې ته رسوي او له هغه ځایه یې اروپايي هېوادونو ته قاچاق کوي، هغو ځایونو ته چې د نشي توکو تر ټولو ډېر استعمالوونکي د قاچاقبرو کرم ته ناست دي او له افغان نشي توکو کار اخلي.

ایوانوف د خپل هېواد په استازیتوب له امریکا سره ددې سازمان د اړیکو په برخه کې وویل: له امریکا سره په هغه پرېکړه کې دوی قاطعیت رامنځ ته کړی، چې د نشي توکو د قاچاق پرضد مبارزه وکړي. ایوانوف وویل: د امریکا او روسیې ترمنځ د نشي توکو او قاچاق په اړه د معلوماتو د شریکولو سیستم ډېر کمزوری دی.

ایوانوف همدا راز وویل: چې داعش ترهګر سختو مهمو منابعو ته لاسرسي لري او په غیر مشروع توګه له دې منابعو د خپل مالي تمویل لپاره استفاده کوي. ده په ډاګه کړه، چې د داعش لومړۍ یااساسي مالي منبع د سوریې او عراق نفت دي چې ترکیې ته یې قاچاق کوي او له تیلو بیخي ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

داعش چې له تېر یوکال راهیسې د افغانستان په ختیځ کې د استوګنې او خپل حاکمیت ځالې لټوي، د ننګرهار ولایت په سرحدي سیمو کې یې اړولي او د شینوارو، اچین او چپرهار په شمول په هغو سیمو د سلطې ټینګولو هڅې کوي، چېرته چې د تاریاکو کروندې کېږي او د هیروینو ګڼ شمیر فابریکې فعالې دي.

داعش دغه راز په اوایلو کې غوښتل چې د ننګرهار او بدخشان ترمنځ د خپل تګ راتګ او د نشي توکو د لېږد یو دهلیز جوړ کړي او په دې توګه د منځنۍ اسیا او چین له لارې د افغانستان نشي توکي اروپا ته ولېږدوي او ادعا کېږي چې سي ای اې او ام ای سکس استخباراتي نهادونه دداعش په دې مالي برنامه کې له هغوی سره اړیکه لري.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published.