داعش د طالبانو بديل

ظاهر قديرد ولسي جرګې لومړى مرستيال ظاهر قدير وايي د منګل باغ د لشكر اسلام هغه كسان په ننګرهار كې جنګيږي چي حكومت ورته ځانګړي كارتونه وركړي دي. ظاهر قدير چې په دې وروستيو كې يې د حكومت ځينې لوړ پوړي چارواكي له داعش سره په همكارۍ هم تورن كړي نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په خبرو كې وويل چې همدا كسان چې له پاكستان نه  د كډوالو په نامه راغلي او د افغانستان حكومت ورته ځانګړي كارتونه هم وركړي په ډيرو ترهګرو پيښو كې لاس لري.

هغه وويل چې داعش د طالبانو بديل دى او طالبان مشخص آدرس نه دى. هغه ادعا وكړه چې په ننګرهار كې د طالبانو او داعش ترمنځ چې كله جګړه ونښلي نو چورلكې يوازې په طالبانو بريدونه كوي او په داعش كار نه لري، خو هغه ونه ويل چې دا چورلكې د افغانستان دولت دي كه د نړيوالو ځواكونو.

نوموړي وويل چې له څه مودې را په ديخوا كرايې شوې الوتكې د ننګرهار په بېلابيلو سيمو كې ناستې ولاړې كوي چې له نړيوالې ټولنې سره دا مسله بايد شريكه شي.

ظاهر قدير چې پرون يې وسله والې ډلې په ننګرهار كې د داعش له څلورو جنګياليو سرونه پرې كړل  يو مكتوب هم وښوده چې د ده په وينا د ۲۰۱ سيلاب قول اردو څخه د دغه قول اردو څوارلسمې پلې لوا قوماندانۍ د اوپراسيون رياست ته استول شوى دى.

په دې مكتوب كې راغلي چې د منګل باغ اړوند د لشكر اسلام ډلې هغه كسان چې حكومت ورته د استوګنې ځانګړې كارتونه وركړي نوي سلنه د ننګرهار په نازيان او اچين ولسوالې كې په ترهګرو ډلو كې تنظيم شوي دي.

په دې مكتوب كې چې ظاهر قدير ولوست راغلي: څه موده وړاندې په اچين ولسوالې كې له دولتي ځواكونو سره په نښته كې څو كسان ووژل شول چې په جيبونو كې يې همدا كارتونه موندل شوي .  هغه د دې مكتوب په استناد وويل چې د لشكر اسلام ترهګري ډلې غړي نازيانو، اچين، او غني خيلو ولسواليو ته د بتي كوټ څخه تر جلال آباد ښار پورې د داعش غړو د ليږدولو مسوليت هم لري.

په ليك كې راغلي چې داعش چې كله په لومړي ځل په ننګرهار كې كار پيل كړ نو بې وسلې داخل شوي وو. ښايي د ظاهر قدير موخه هغه كسان وي چې   ويل كيږي حكومت او په ځانګړي توګه د ننګرهار د سرحداتو قومونو او قبايلو چارو رياست ور ته د وسلې د ساتنې ځانګړي كارتونه وركړي او  په خيبر پښتونخوا كې د جګړو او پاكستان پوځ د عملياتو له ويرې ننګرهار ته كډوال شوي دي.

ظاهر قدير وسله واله ډله چې حكومت يې څو ځلې دنه جوړيدو غوښتنه كړې وه په ننګرهار كې له داعش سره په وسله واله جګړه بوخته ده. ظاهر قدير تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاكار له داعش سره په همكارۍ تورن كړى و چې د حكومتي چارواكو د تند غبرګون لامل شو، خو ظاهر قدير په دې اړه كوم شواهد نه دي وړاندې كړي.

كه څه هم د ظاهر قدير د دې ادعا د څيړلو په موخه ولسمشر يوه پلاوي ته دنده هم وسپارله چې دا ادعا وڅيړي، خو تراوسه هم ددې پلاوي د څيړنې پايلې نه دي اعلام شوې.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.