داعش غواړي په اسپانيه كي بريدونه وكړي

داعش په هغه ویديو كې چي داعش له خواخپره شوې دا ډله ګواښ کوي  چې په اروپا کې به د «اسلامي تمدن له منځه وړونکي هیواد» تر بریدونو لاندې راولي.

د نړیوالو رسنیو د رپوټ له مخې دا ویدیو  چې ظاهراً د عراق د نينوا په سيمه كې ډكه شوې په كې ۵ اسيران اعداميږي.

د اسيرانو د اعدام نه وړاندې يو تن چې په روانه فرانسوي ژبه خبرې كوي اروپا او په ځانګړي توګه اسپانيا ته ګواښ کوي چې د دوى د بريدونو نوى هدف به ددې هېواد د اندولس او قرطبه ښارونه وي.

دا شخص  ادعا كوي چې په اسپانيا كې د اندولس او قرطبه إسلامي تمدن به چې د اسپانيا د وخت د سلطنت لخوا له منځه يوړول شوى دى، بېرته را ژوندى كړي. په دغه ویدیو کې خبرې کوونکی  ګواښ كوي چې اسپانيا د قرطبه او تولېدو په ښارونو باندې بريدونه وكړي او په دې ډول به ددې هېواده غچ واخلي.

د داعش ډلې په يوې بلې ويډيو كې چې په عربي ژبه خپره شوه انګلستان هېواد هم ګواښلی، په دغه ويډيو كې ويل كيږي چې پر اروپا د بريدونو زياته برخه به د انګلستان په هېواد وي. تر اوسه پورې د اسپانيا او يا هم انګلستان چارواكو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.