یوه ډله چې ځان په پاکستان کې اسلامي دولت ته منسوب ګڼي ادعا کړې، چې د یکشنبې په سهار یې ډیورنډ ته نږدې د پاکستان په یوه پوځي پوسته برید کړی او له منځه یې وړې ده.
د ټلیفون پرلیکه د داعش په نوم ډلې یو استازي رویټرز ته ویلي چې د اسلامي دولت جنګیالیوباجوړ ته څېرمه د ډمه ډوله کې د پاکستان هغه پوسته عملیات وکړل، چې له پولې اوښتونکي به یې تلاشي کول.
برید د یوساعت لپاره دوام کړی او په ادعا یې چې دوی ټول پوځي مهمات ځنې وړي، عسکر یې وژلي او بیرته یې پوسته خوشي کړې ده.
د پاکستان دوو استخباراتي چارواکو هم برید تایید کړی خو وايي چې دغه برید د دوی لوري ته ځاني تلفات ندي اړولي.
په وروستیو کې د پولې دواړو غاړو ته دداعش په نوم د مخ پټو وسله والو فعالیتونه زیات شوي، خو د افغانستان لوري ته خلک ادعا کوي چې دداعش جنګیالي کټ مټ د طالبانو په څېر له پولې رااوړي او دلته عملیات کوي.
د شینوارو او اچین په ولسوالیو کې عیني شاهدان وايي، چې د داعش په ملاتړ جنګیدونکي اکثره جنګیالي بهرنیان دي، په پښتو نه ګړېږي او ځینو یې د پاکستاني پوځیانو جامې اغوستې وي.
سره له دې چې په افغانستان او پاکستان کې داعش ته د یوې نوې پدیدې په سترګه کتل کېږي، خو ځینې څارونکي وايي، دداعش په پراختیا کې پاکستان ښکېل دی او په یو وخت غواړي طالبان د افغان دولت پرضد وکاروي او داعش د امریکا د هغو اهدافو لپاره سمبال کړي چې دغه هېواد یې منځنۍ اسیا ته د اسلامي سخت دريځۍ د انتقامي جګړې په نامه د استولو اوږدمهالی پلان لري.
پوځي شنونکي ادعا کويچې پاکستاني استخبارات داډول بریدونه ددې لپاره پخپله ترسره کوي، چې ځان له جګړې متضرر وښيياو له سخت دریځو سره د خپل مخالفت تمثیل وکړي.
Leave a Reply