داعش په بغلان ولایت کې جلب و جذب شروع کړی

داعش په بغلان کېد بغلان د ولایتي شورا یو غړی وایي، داعش د بغلان ولایت برکه ولسوالۍ په تنګه مورچ کې مرکز پرانستی او د جنګیالیو جلب و جذب کوي. داکترصفدر محسنی وايي، که دولت زر تر زره په بغلان کې ددې سخت دریځو پرضد جدي اقدام ونکړي ډېر زر به د بغلان حالات تر ننګرهار ترینګلي شي او داعش به په شمال کې ځاله وکړي.

محسني وايي؛ داعش په چټکۍ سره د بغلان نورو سیمو ته په پراخېدو دی او داسیمې له وړاندې د طالبانو په لاس ناامنه شوې وې.

د بغلان د مدني فعالانو د شبکې مشر محمد عاطف عارفیان هم په برکه کې د داعش دفعالیتونو د پیل خبره تایيدوي او وايي له وړاندې داعش په برکه کې فعالیتونه پیل کړي وو او اوس ددې ولایت په نورو سیمو کې هم خپل قانون وضع کوي. عارفیان وايي، داعش په خلکو ګرځي او ځوانان د حکومت پرضد جهاد ته هڅوي. عارفیان وايي، دولت له وړاندې په دې هکله خبر کړای شوی دی، خو له بده مرغه تراوسه یې هیڅ اقدام ندی کړی.

خو د برکې ولسوال عبدالجبار اسلامي وايي، سره له دې چې دداعش دفعالیتونو په اړه یې اوازې اورېدلې خو محسوس څه یې ندي لیدلي او که پوه شي چې داعش په برکه ولسوالۍ کې فعال شوی دولتي ځواکونه به پراخ عملیات پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ملي‌امنیت دوه ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یې له داعش سره د تړاو په تور څلور کسان نیولي دي. ملي امنیت وايي، دغو کسانو په ننګرهار کې روزنه لیدلې وه او د تخریبي فعالیتونو لپاره کابل ته راغلي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.