داعش په چپرهار کې د دولتي کارکوونکو کورونه غصب کړي

داعشداعش جنګیالیو په چپرهار کې له ټولو جوماتونو پخواني ملاامامان او خطیبان شړلي او پرځای یې خپل ملګري ور معرفي کړي، چې سلفي تمایلات لري او کثره یې کشران هلکان دي. د جوماتونو هغه ملایان چې د طالبانو د تسلط پروخت یې د داعش خلاف خبرې کړې هغوی یې تښتېدلي او ځینې چې ژوندي نیول شوي دداعش له خوا وژل شوي دي.

په سیمه کې داعش اعلامیې خپرې کړې، چې د کوکنارو کروندې بندې دي. دوی په نویو اعلامیو کې د ملي اردو په سیمه ییزو سرتیرو غږ کړی، چې که سیمې ته راشي، تسلیم شي او تجدید د نکاحو وکړي نو دوی به یې وبښي او پخپلو کورونو کې اوسېدلی شي.

همدا راز په دغو اعلامیو کې داعش خپلو پلویانو ته غږ کړی، د هغو کسانو جایدادونه غصب کړي، چې له سیمو ښارونو ته کوچېدلي او له دولت سره دندې لري. په چپرهار کې داعش دولتي ښوونځي او کلنیکونه تړلي او په زیاتره ښوونځیو کې له وړاندې دوی اوسېږي. په سیمه کې دداعش جنګیالیو لوی میشت ځایونه یا سنګرونه د ماڼو، ایدیاباد، او مندرخیلو ښوونځیو په ودانیو کې دي.

د سیمې خلک وايي، داعش جنګیالي ورځي او ددوی غواګانې او نور څاروي بوځي او هره ورځ یو دوه یې حلالوي او له کورنو وچه ډوډۍ ټولوي. دوی د هغو طالبانو کورونه هم لوټلي چې د چپرهار اړوند دي. په دې منځ کې څو ورځې وړاندې د سرخرود لپاره د طالبانو ولسوال ملا عبدالرحمن حبیب زي کور چې د چپرهار اوسېدونکی دی، دداعش له خوا ولوټل شو،‌ ټول توکي او څاروي یې ځینې بوتلل.

هره ورځ له چپرهار څخه خلک له داعش په پټه جلال اباد ښار او نورو سیمو ته وځي. یوازې تېره ورځ ۱۳ کورنۍ د زغو له کلي راوتلې. دغه راتښتېدلې کورنۍ وايي، یوازې سرونه راباسي او د کور هرڅه یې پاتې شوي دي، ځکه چې داعش اجازه نه ورکوي چې ددوی په خبره د خلافت له سیمې کډې وباسي.

په جلال اباد ښار کې دداعش راډیو په عامه سطحه اورېدل کېږي. داعش ملایان دعوت کوي، په پښتو، دري او پشه یي ژبو تبلیغات کوي. په ظاهره دوی د طالبانو، د پاکستان استخباراتو (ای اس ای)‌ او افغان دولت پرضد منفي پروپاګنده کوي او ادعا کوي چې دوی ټول مخالفین یې د خلافت خلاف نظریات او هڅه لري.

د ننګرهار خلک ویره لري، چې که دولت کوټلي اقدامات ونکړي داعش به ډېر زر د ښار څنډې لاندې کړي او مذهبي تمایلاتو لرونکي ځوانان او په ټوله کې عام خلک چې ویریدلي له ډاره به له داعش سره یوځای شي.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published.