داعش په یوه اعلامیه کې د پاریس بریدونو پړه ومنله

پاریسداعش یا د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په پاریس کې د تېرې شپې د بریدونو پړه منلې او وايي دوی له فرانسوا اولاند څخه په سوریه او عراق کې د دوی پر مرکزونو د هوايي بریدونو انتقام اخستی دی. په یوه اعلامیه کې چې د اسلامي دولت په ادرس خپره شوې پکې ادعا شوې چې اته ځانمرګي یې پاریس ته استولي وو او که فرانسه د خپل ولسمشر د پریکړو مخه ونه نیسي دوی به ډېر فرانسویان ووژني.

عيني شاهدان وايي، برید ګرو په تلیفونونو کې خبرې کولې، او خلکو ته یې چغې وهلې چې دا ستاسو د مشر اولاند د هغې پریکړې ځواب دی چې په عراق او سوریه کې د امریکا ملاتړ کوي او په مجاهدینو بریدونه کوي. دوی هر یوه یې چې خلک وژل الله اکبر نارې یې وهلې.

د پاریس په بریدونو کې ۱۲۸ کسان وژل شوي دوه سوه زخمیان دي، او وروستي راپورونه وايي د سلو ټپیانو حالت نازک دی. فرانسه له تېر یو کال راهیسې د اسلامي سخت دريځو ترسخت تهدید لاندې ده. تردې وړاندې د چارلي ابدو مجلې په دفتر او یو مارکیټ د برید په ترڅ کې چې په تېر جنوري کې وشو ۱۷ کسان ووژل شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.