داعيش دننګرهار دنورو ستراتيژيکو ولسواليوو دنيولوهڅې ګړندۍ کړې

داعشدهغې ورځې چې د اسلامي خلافت په نوم ډلې خپل فعاليتونه په منځنۍ اسياء کې پيل کړل ورسره یوځای همدغه ډلې دخپل نفوذ ساحې دپراخولو لپاره په منظم سيستم کار وکړو او ددې کار لپاره يې په منځني ختيځ او په ځانګړې ډول دعراق او سوريې په سيمو کې دتيلو زيرمې خپلې او هم په نورو اروپايې او غربي هېوادونو کې همدې ډلې خواخوږ دپراخو اقتصادي مرستو دپیلولو چارې ګړندۍ کړي دي  ورسره جوښت نوموړې ډلې په افغانستان کې هم خپل همفکره ملګرو په جلب جذب باندې کارپیل کړو چې له دې ډلې څخه يې مسلم دوست دخراسان والي په نوم خپل بيعت د داعش ډلې څخه اعلان کړ.

په افغانستان کې په پيل کې نوموړې ډلې د زابل ولايت ځينې سيمې، دننګرهار شينوارو او په ځينو نورو جنوبي،ختيځو او نورو ولايتونو کې ځينې خاصې سيمې دخپلو هدفونو لپاره غوره کړي خو دوخت په تيريدو سره دې ډلې ديو ستراتيژيک ولايت دنيولو په هڅه کې شول ترڅو دهمدغه مرکزيت څخه دهېواد نورو ولايتونو ته خپل فعاليتونه وغزوي.

داچې په داعش پلوو وسلوالو کې دکرښې هغې خواته کسان تر ډيره بريده دحافظ السعيد په مشرۍ ځانګړی ځای لري نو دنوموړې ډلې د اکمال او تجهير لپاره دننګرهار ولايت شینوارو ولسوالۍ تر ټولو ښه ځای و ترڅو وشي کولی دکرښې هغې خوا په اسانۍ سره نوموړې جګړه په ښه شکل مديريت او اکمال کړي نو دهماغه پلان له مخې دوي تر ډیره بريده پدې وتوانيدل چې شینوارو ولسوالۍ دخپل نفوذ ساحې په توګه وټاکي.

دشينوارو په لوړه مينې،اچين،کوټ او نورو ولسواليو کې نوموړې ډلې دخپلو ناروا کړنو او په ځينو سيمو کې طالب ظلم خلک په لوی لاس داعش لمن ته ور وا چول، دبلې خوا د ولايتي ادارې او ولس  ترمنځ رامنځته شوې واټن هم داعش فعاليتونو ته لاره هواره کړه او نوموړې ډله پدې وتوانيده چې په سيمه کې امنيتي ځواکونو او  طالب وسلوالې ډلې ته سرخوږی جوړ  او خپلو ستراتيژيکو موخو ته ځان نژدې کړي.

په وروستيو کې په شينوارو کې داعش او طالب وسلوالو ډلو ترمنځ خپل منځي نښې او دحکومت دخير په غونډې کښيناستل او دجګړې سيل کول نور هم ولسونو له نوموړو وسلوالو ډلو او حکومت څخه زړه بدي کړل په نوموړو خپل منځي جنګونو کې چې ډيری مالي او ځان زيانونه یې ولسونو ته واړول د ولس دامنيت دخونديتوب په اړه متاسفانه حکومت پروخت ګامونه پورته نه کړل چې همدا کړنه ددې سبب شوه چې سيمه دبانفوذه مشرانو څخه خالي او دښار غيږ ته پنا يوسي او لرې پرتې سيمې د مخالفو ډلو ټپلو په پټن ځای او ځالو بدلې شي که څه هم حکومت په دې وروستيو کې دعمليات دترسره کولو تکل وکړ خو دا عمليات هم موقتي او تيرو شوو اوبو پسې دبيل راخيستلو په مانا دي.

داچې په ننګرهار په حصارک، خوګيانو، پچيراګام، چپرهار، هسکه مېنه، اچين او نورو ولسواليو کې وخت ناوخت د اعش پلوي وسلوال دتور بيرغ او طالب پلوي وسلوال دسپين بيرغ ترچتر لاندې دنوموړو ولسواليو دنيولو هڅې کوي وخت ناوخت په نوموړو ولسواليو ځينې سيمې طالب تر ولکې او ځينې وخت بيا داعش ترولکې لاندې راځي چې دهريو په تګ او دبل په راتګ سره دپيل شوي اور په لمبو کې يوازې ولسونه سوځي او  جګړې جبران هم ولسونه ورکوي.

چپرهار او پچيراګام ولسوالۍ دننګرهار دمهمو ستراتيژيکو ولسواليو دجملې څخه دي چې دسپين غره په لمن کې پرتې او  تورې بورې تاريخي سيمه چې يو وخت دبهرنيو ترهګرو په مهم پټن ځای بدل شوی و موقعيت لري. نوموړې ولسوالۍ ۶ مياشتې دمخه په يوځای ډول دطالب وسلوالو څخه داعش پلوو ځواکونو ونيوله چې بيا وروسته دلوګر، هلمند، زابل، کندهار، وردګو او نورو کاونډيوو ولايتونو څخه وسلوال طالب دحشر په توګه راغونډل جې پچيراګام ولسوالۍ په بشپړ ډول او د چپرهار ولسوالۍ ډیری سيمې دطالب وسلوالو تر ولکې لاندې راغلې چې پاتې نورې سيمې بيا داعش طرفو وسلوالو په منګولو کې پاتې شوې خو دچپرهار ولسوالۍ دسړک پورته دسرې کلا سيمې څخه چې يو مهال په موسی کلا مشهوره تر ماڼو کلي پورې چې دچپرهار او دپچيراګام ولسوالۍ سره دی داعش پلوي وسلوال پکې پاتی خو وخت ناوخت دطالبانو لخوا په وروځو ورځو محاصره کيدلې چې د دواړو لورو  او ولسي خلکو په ډيرو تلفاتو تماميدل خو طالب وسلول تر اخره بريالي نه شول چې نوموړې سيمې دخپل واک سيمو په نوم  خپلې کړي.

د روان کال دليندۍ (قوس) په ۱۴نيټه چې طالب وسلوالو ديو ستر حشر له مخې دچپرهارپه ډاګو، ماڼو، احمدي کلي، کاریزو او نورو سيمو حمله ور وړه د دوه ورځو په سختو جګړو کې طالب وسلوال پدې ونه توانيدل چې نوموړې سيمې په بشپړ ډول ونيسي چې دجګړې په دريمه ورځ دشينوارو څخه داعش پلووي وسلوال دچپرهاردختيځ دسپين جومات له لارې دشپې ځانونه تر شولانې، لونګپور،هدياخيلو،سنګينې او تر کنډيباغه ورسول او دطالب وسلوالو نه يوازې داچې محاصره يې ختمه کړه د چپرهار دزياتره ځايونو څخه په شا او دپچيراګام او خوږياڼو ولسواليو خواته وتښتيدل چې داعش وسلوال په دوه نورو ورځو کې په دې وتوانيدل چې ټول چپرهار دولسوالۍ دتعمير پرته دخپل کنټرول ساحې پورې راولي او دپچيراګام ولسوالۍ ترصبرونو سيمو پورې يې پرمختګ وکړ او دجنګ لومړۍ ليکه یې جوړه کړه.

وړمه ورځ طالب وسلوالو دبل ځل لپاره په چپرهار باندې په لوړه کچه بريد وکړ چې ديوې ورځنۍ نښتې په ترڅ کې دواړو خواوو ته په تلفاتو اوښتلو سره طالبان پرشا شول.

په چپرهار کې دپيل څخه تر اوسه پورې دواړو خواو نژدې دسلو څخه زيات کسان تلفات ورکړي او دبلې خوا په لسګونه ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اښتې ده چې په دغو نښتو کې حکومت د ولسونو دامنيت ساتوونکو په توګه نه يوازې داچې خپله دنده يې په درست ډول نه ده ترسره کړې بلکې دچپرهار ولسوالۍضايعي چارواکو  د ولسوال په شمول داوړو خواوو سره پټې او ښکاره اړيکې لري دواړه خواوې چې دجګړې ډګر ته ځي ترې غوښتل شوي چې په حکومتي ځواکونو به کار نلري او حکومتي ځواکونه په دوي کار نلري اند دسيمې خلکو په وينا په لومړۍ ورځ چې طالب وسلوالو دډاګو غونډۍ ونيوله دطالب وسوالو لخوا په عمومي سړک باندې چک پاینټ ايجاد شو او عام خلک يې دموټرو څخه کوزل خو کله به چې امنيتي ځواکونو د ډاګو دسر بيز څخه اوبو پسې په رينجراو ټانک موټرو کې تلل نو وسلوالو طالبانو به سړک پرغاړه دريدل او هغوي ته به يې دتګ اجاره ورکوله په سبا چې نوموړې سيمې داعش پلوو وسلوالو ونيولې هغوي هم حکومتي ځواکونو سره عيني چلند کولو،عام خلک به له موټرو سره ښکته کيدل خو امنيتي ځواکونو ته به د تګ اجازه ورکول کيدله.

د سيمې مشران وایي چې ځايي چارواکي دواړو لورو ته سپکې او درنو وسلو مهمات ورکوي ترڅو خپل ځانونه پرې وساتي د خلافت غږ په نوم راډیو فعاليدل او دچارواکو غوږونو ته دنوموړې راډيو پیغامونو رسيدل هم کومه حيرانوونکې خبره نه ده دبلې خوا دهمدې راډيو له لارې داعش وسلوال په ځوان نسل کې خپل تبليغات پرمخ وړي او له ځان سره دسيمې په سل ګونه ځوانان چې کار او کسب نلري يوځای کوي.

دحکومت دغه متزلزل حالت،دچارواکو بي کیفايتي او د وسلوالو ډلو په اړه پڅ غبروګون خلک په معلوماتي خلاء کې واقع کړي، پر حکومت دخلکو باور صفر ته راټيټ شوی او د ډانګ او پړانګ ترمنځ را ایسار ولس به چاته مراجعه وکړي؟

داندښنې وړ خبره خو داده چې د دواړه وسلوالو ډلو ټپيان چې پخوا به ګاونډي هېواد ته د درملنې په موخه انتقاليدل اوس په ډاډه زړه دښار په منځ کې د دومره کشفي ارګانونو سره سره یې درملنه اند په دولتي روغتونونو کې ترسره کيږي دنورو ناروغانو په پرتله يې روغتيا ته ځانګړې پاملرنه کيږي او بيا دتحفو سره خپلو کورنو ته رخصتيږي.

داعش ډله په لويه کې غواړي ننګرهار دخپل فعاليتونو په ستر مرکز بدل ترڅو  دګاونډي هېواد پاکستان لخوا يې ټولې لوجستيکي مرستې په اسانه ترلاسه او ددې له لارې نورو شمالي ولايتونو او دهغې له لارې تاجکستان،ازبکستان،ترکمنستان او روسي هېوادونو ته لاره پيدا کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.