دافغان کډوالو د ایستلو په اړه د اروپایي چارواکو پټه ناسته

سوريايي كډوالڅوورځې مخکې داسې خبرونه خپاره شول چې ګنې د یورو حوزې چارواکو دیوې پټې ناستې پرمهال پریکړه کړې چې اتیا زره افغانان په زور له دغه هیوادونو وباسي. د (دیلي میل اوتلګراف) ورځپاڼو د دغه ناستې په اړه لیکلي په پام کې ده په نیژدې راتلونکې کې له اتیازرو ډیر افغان کډوال چې غواړي په اروپایي هیوادونو کې استوګنه غوره کړي خپل هیواد ته ولیږل شي.

دا ورځپآڼې وايی که افغانستان ددغو کسانو له منلو ډډه وکړي نو اروپایی هیوادونه به له دغه هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي.

رپوټونه وايی اروپایي اتحادیه په پام کې لري د دغه طرحې په عملي کولو سره په اروپایي هیوادونو کې دکډوالې د بحران مخه ونیسی.

د هغو باوري بنسټونو د شمیرو له مخې چې د کډوالې په اړه کار کوي ښي چې تیرکال د ( ۱۷۶۰۰۰) په شاوخوا کې افغان کډوال اروپا ته دتګ په موخه له هیواده وتلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارتونو ویلي د افغانستان دولت له موافقې پرته  په زوره د افغانانو را ایستل د منلو وړ نه دي.

اروپایي هیوادونو او ځانګړي توګه آلمان څو ځلې اعلان کړی هغه افغان کډوال به ونه مني چې د اقتصادي ستونزو له امله یې دا هیواد پرېیښې دی . دا رپوټونه په داسې حال کې خپریږي چې څو ورځې وړاندې د ناټو ځواکونو یو شمیر کیښتیو اروپا ته د افغان کډوالو د ورتګ  د مخنیوي په موخه د ترکیې او یونان په اوبو کې ګزمې پیل کړې . همدا رازپه دې اونې کې ترکیې له دیرشو ډیر افغانان په زوره له خپل هیواده ایستلي دي. دبښنې نړیوال سازمان له ترکیې څخه د کډوالو په جبري ایستلو اندیښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د دغه سازمان مسول وايی له ترکیې یې غوښتي چې ټولو هغو نړیوالو اسنادو ته ژمن پاتې شی چې د کډوالو په اړه پرې هوکړه شوې ده.

هغه وایی ترکيه باید ژرترژره د کډوالو جبری ایستل ودروي. دا چارواکی وايی د شوې هوکړې له مخې ترکیه باید افغانان بیرته خپل هیواد ته ونه لیږي. بل خوا له یونان هم رپوټونه وايی چې دغه هیواد د کډوالو او په تیره بیا افغان کډوالو پروړاندې سخت چلند خپل کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.