داوودزی بجېنګ ته رسېدلی دی

داوودزی بجېنګ ته رسېدلی دی

 

د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی چین ته رسېدلی دی.

داوودزي له چینایي چارواکو سره کتلي دي او په افغان سولې بهیر يې ورسره بحث کړی دی.

ټاکل شوې ده، چې عمر داوودزی به چین کې د سولې یو انسټیټوټ ته هم د افغان سولې بهیر په تړاو وینا وکړي.

تر اوسه چین ته د داوودزي د سفر په اړه زیات جزییات نه دي ورکړل شوي.

تېره اوونۍ ښاغلی داوودزی تللی و پاکستان ته

داووادزي پاکستان کې د هغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان، د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه او د بهرنیو چارو له  وزیر شاه محمود قریشي سره پر افغان سوله خبرې کړې وې.

پاکستانیو چارواکو هم منلې وه چې له افغان سولې بهیر سره مرسته کوي.

له داوودزي وړاندې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب چین ته تللی و او د هغه هېواد له چارواکو سره يې په سوله خبرې کړې وې.

تازه تېره ورځ پاکستان کې د چین سفیر ویلي، چې طالبان د یو سیاسي قوت په توګه پېژني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.