داوودزی: که بهرنیان ووتل؛ جګړه به زور واخلي

داوودزی: که بهرنیان ووتل؛ جګړه به زور واخلي

د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي  ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به خونړۍ جګړې وزېږوي.

داوودزي ویلي: که بهرني ځواکونه له مهالوېش پرته افغانستان پرېږدي،  ننګونې به زیاتې شي.

ښاغلي داوودزي له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د سولې هر راز هڅې باید افغاني وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: په قطر کې له طالب استازو سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو غږېدلی دی.

هغه ویلي، چې تر اوسه له طالبانو سره کوم توافق ته نه دی رسېدلی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.