داوودزی: خلیلزاد د امریکا ګټو ته کار کوي

داوودزی: خلیلزاد د امریکا ګټو ته کار کوي

د سولې عالي شورا د دارلانشاء مشر محمد عمر داوودزي د مدني ټولنو له غړو سره په کتنه کې ویلي، د سولې د روان بهیر برخه کې د زلمي خلیلزاد هڅې ستايي؛ خو په وینا يې چې هغه د امریکا د ګټو په خاطر د سیمه ییزې اجماع لپاره کار کوي.

داوودزی وايي، اړتیا ده چې مونږ خپله لاس په کار شو او په افغاني نوښت سیمه ییزه اجماع جوړه کړو

ښاغلي داوودزي زیاته کړه، چې راتلونکې اوونۍ به پاکستان ته سفر کوي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي

د داوودزي په خبره، ۲۰۱۹ کال به د افغانستان لپاره د سولې کال وي

Leave a Reply

Your email address will not be published.