محور؛ پنجشنبه، د تلې میاشتې ۱۱ مه:
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ویلي، هغه سوله چې رهبري او مالکیت یې له افغان حکومت سره نه وي، بې مانا او د وخت تېرول دي.
د هغه په خبره، تر هغه چې د پاکستا حکومت افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه ونه پېژني او خپل هېواد کې ترهګر له منځه یونسي، سوله نه شي تامینېدای.
داوړ پر داسې مهال دغه خبرې کوي چې طالب پلاوی اسلام آباد ته تللی دی او هلته یې د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې دي.

Leave a Reply