داوړ: زه افغان وم او وبه اوسم

داوړ: زه افغان وم او وبه اوسم

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو په یوه بېساري اقدام کې د ؛؛ زه افغان یم ؛؛ غږ پورته کړی دی.

 

د یاد غورځنګ غړي محسن داوړ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: جغرافیې بدلېږي؛ خو قامونه نه بدلېږي، زه افغان وم، یم او وبه اوسم.

 

له محس داوړ وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ بلې مخکښې غړې هم پر خپل ټوېټر ولیکل: زه افغانه او قومپاله یم.

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پر داسې مهال د زه افغان یم غږ پورته کوي، چې تر دې وړاندې کله چې پنجاب او ARY News د شهیدې فرشتې او د هغې د کورنۍ هویت افغان او د افغانستان پښتانه وبلل، په غبرګون کې یې د پي ټي ام اتلانو په زغرده له افغانیته خپل ویاړ اعلان کړ.

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو غړو دغه دریځ له تود هرکلي سره مخ دی او له تېرې شپې راهیسې ستایل کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.