د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ پاکستانیو پوځیانو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی.
محسن داوړ تېره شپه یوې لویې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، که د علي وزیر یو وېښته هم ورژېد، نو یو پاکستانی پوځي به له و زیرستان څخه ژوندی ونه وځي.
هغه ټینګار کړی چې هر چېرې چمتو دی تر څو له پاکستاني پوځ سره حساب وکړي.
له تېرې یوۍ اونۍ راهیسې خیبر پښتونخوا او ځینو نورو سیمو کې پښتنو د پاکستان د حکومت پر ضد او د علي وزیر د نیولو غبرګون کې پرلتونه پیل کړي دي.
Leave a Reply