دداعش ستر مشر شپږ میاشتې په پاکستان کې تېرې کړې

رحمن ملکد پاکستان د خلکو ګوند یو مشر رحمن ملک ویلي، داسې اسناد یې ترګوتو کړي، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي شپږ میاشتې په پاکستان کې اوسېدلی دی. هغه نور جزیات ندي ورکړي، خو ټینګار کوي، چې هغه د یو پلان له مخې دلته اوسېدلی دی.

د خلکو ګوند مشر او د پاکستان پخوانی ایالتي وزیر رحمن ملک وايي، پاکستان دداعش له جدي خطر سره مخ دی او داګواښ ورځ تر بلې زیاتېدونکی دی. دی وايي:‌

(( کله مې چې په ګواجرنواله جومات کې څه مهال وړاندې دداعش د جنګیالیو د غونډو په اړه له رازونو پرده پورته کړه پرته له دلایلو پر ما د نیوکو باران شوو خو دا هیڅ منتقد دې ته نه ګوري چې ابوبکر بغدادي څرنګه شپږ میاشتې پاکستان کې تېرې کړې؟ د څه لپاره؟ د چا په ساتنه)).

په پارلمان کې د خبرو پرمهال ملک وویل: که داعش د پاکستان سرحدي سیمو ته مخه کړه، درول او کنټرول به یې ډیر سخت شي. هغه خبرداری ورکوي، چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف دې په چټکۍ سره لاس په کار شي، سیاسي ګوندونه دې راوغواړي او دداعش د مهار کولو په عملي لارو چارو دې یوې بیړنۍ پرېکړې ته ورسېږي.

د رحمن ملک خبرو نوې اندېښنې راپورته کړې دي، داسې ایسي چې رحمن ملک له داعش سره د پاکستان د استخباراتو او پوځ له پټې یارانې ویره لري، او د پاکستان ځینې سیاسي احزاب داسې فکر کوي، چې داعش به دطالبانو په څير کنټرول شوی ځواک نه وي چې یوازې په افغانستان کې د پاکستان د نیابت جګړه وکړي. شاید احزاب ویرېږي چې داعش نور نو په پاکستان هم مخ رااړولی شي او دا د ملکي حکومت کار دی، چې د پوځ پټې کړنې د سیاست په زور ماتې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.