د افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین درېیمه څلور اړخیزه غونډه نن په اسلام آباد کې پیل شوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشری اوه کسیز پلاوي ګډون کړی دی.
داغونډه د پاکستان د ولسمشر د نړیوالو چارو د سلاکارسرتاج عزیز په خبرو پیل شوه.
هغه د دغه پړاو رارسیدل یو پرمختګ وباله: ”هیله لرم چې د اسلام آباد دا ناسته به د سولې د بهیر لپاره د لارې یوه داسې نقشه چمتو کړي، چې د افغان حکومت استازو، او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي”.
په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ ولسن، کابل کې د چین ځانګړي استازي ډینګ شي جین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرتر اعزاز چوهدري ګډون کړی دی.
تر دې غونډې دوې ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان استخباراتی چارواکو په پاکستان کې سره لیدلي و، خو د افغانستان ملي امنیت ریاست دا خبر تشه آوازه بللې وه.
Leave a Reply