درې اړخیزې ناستې د افغان جګړې پر سیاسي حل ټینګار کړی

درې اړخیزې ناستې د افغان جګړې پر سیاسي حل ټینګار کړی

د افغانستان، پاکستان او چین استازو د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

د درېیو واړو هېوادونو پنځمه ناسته چې د شنبې په ورځ اسلام آباد کې جوړه شوې وه، ټینګار کړی چې افغانستان کې باید روانې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

هغوی همدا راز ویلي چې افغانستان کې دې هر راز پروسه د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: چین او افغانستان د افغان لانجې د حل لپاره د پاکستان له اسانچاري رول مننه او ملاتړ وکړ.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې درې سره هېوادونو  افغانستان کې پر مختلفو موضوعاتو بحث کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.