دسترې محکمې له خوا د کابل امنیه قومندان او ګارنزیون د قومندان دندې وځنډول شوې

د کابل د ګارنیزیون قومندان جنرال ګل نبي احمدزي او د امنیه قومندان جنرال حسن شاه فروغ دندې په پلازمېنه کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو په تړاو وځنډول شوې.
د افغانستان د سترې محکمې ویاند جمشید رسولي نن یکشنبه د غبرګولي ۲۱ کابل کې خبرې ناستې ته وویل، د دغه بنسټ له خوا له لومړنیو څېړنو وروسته د عدالت د لا ښه تامینولو لپاره دغه پرېکړه شوې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د سترې محکمې د دغې پرېکړې هرکلی کړی.
تېره چهارشنبه کابل کې د ټانکر ځانمرګي برید له ترسره کېدو دوه ورځې وروسته چې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په کې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول، یو شمېر خلک د امنیت په ټینګولو کې د حکومت د پاتې راتلو پر وړاندې د اعتراض په موخه سړکونو ته ووتل چې شپږ کسان له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼې کې راغلي چې په تېرې یوې اوونۍ کې حکومت د ملي شورا له یو شمېر غړو سره مشورې کړې دي او هغوی هم پر همدې غوښتنې ټینګار کړی.
هغو لاریون کونکو چې د ‘ رستاخیز تغییر’ په نامه یې یو خوځښت رامنځ ته کړی، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې خیمې درولي دي او ټینګار کوي چې تر هغه به پاتې شي چې غوښتنې یې ومنلې شي.
د کابل پر تر ټولو مهم او عمده سړکونو د دغو خیمو شتون ګڼو خلکو ته ستونزې جوړې کړي او د ښار د موټرونو په ګڼه ګوڼه کې ځنډېدل یې لا اوږد کړی دی.
اعتراض کونکو د حکومت د ملي امنیت د مشاور حنیف اتمر په ګډون د لوړ پوړو چارواکو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.
سترې محکمې ویلي چې د کابل د خونړۍ چاودنې په تړاو څېړنې دوام لري او شونې ده چې د نورو امنیتي چارواکو دندې هم وځنډېږي.
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د کابل د خونړۍ چاودنې په تړاو د لسمې امنیتي حوزې د څلورو کسانو دندې ځنډولې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.